مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف د یوه لاریون پر مهال، حکومتي استازو ته ویلي، چې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي.

نوموړي په خپله وینا کې پر لومړي وزیر عمران خان نیوکې کړې او په وینا یې عمران خان ته به اجازه ورنه کړي چې پر هېواد قبضه وکړي. مولانا فضل الرحمان وايي، د اپوزېسیون ټول ګوندونه یو موټی دي.

بل لور ته د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر اکرم دراني ویلی، چې سر له نن به د پاکستاني حکومت پر خلاف لاریون نوې بڼه غوره کړي.

919 ټول کتل سوی شمېر 15 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...