په کندهارکي د لوی احمد شاه بابا د ۲۴۷ تلين په مناسبت ياد غونډه جوړه سوه

د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي او د هېواد د ستر ملي شخصيت احمدشاه بابا ابدالي د ۲۴۷ تلين په مناسبت ياد غونډه په کندهارکي د مولانا جلال الدين بلخي په نوم يو خصوصي  ښوونيز مرکز کي جوړه سوې وه، چي يو شمير فرهنګي او علمي شخصيتونو او ګڼو ځوانانو پکښي ګډون کړي وو .

وينا والو د لوی امپراتور غازي احمدشاه بابا  ابدالي پر ژوند، کارنامو، علمي او پوځي هڅو خبري وکړې او د هغه کړي کارونه يي د افغانستان او سيمې په کچه د وياړ وړ وبلل.

د غونډي په پيل کي د مولانا جلالالدين بلخي د ښونیز مرکز مشر بشير احمد بشيرمل وويل، چي د دې غونډي د جوړېدو څخه ئې موخه د خپلو اتلانو ياد ساتل او د خپلو نومياليو د کارنامو ژوندۍ ساتل دي.

نوموړي زياته کړه، چي په داسي غونډو لمانځلو سره نه يوازي د خپلو وياړنو کارنامې ژوندۍ ساتل کېږي، بلکي د نوي نسل د راويښولو او د خپلو تېرو مشرانو د کړنو، لاسته راوړنو او امپراتوريو څخه لا ښه خبريږي.

ښاغلي بشير مل وويل پلان لرو چي دغه لړي دوامداره وساتو او په نژدي راتلونکي کي به د ملي قايد ميرويس خان نيکه ياد غونډه هم په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سي.

وروسته ليکوالانو د احمدشاه بابا ابدالي پر ژوند، کارنامو او لاسته راوړنو باندي هر اړخيزي مقالې ولوستلې، دوی يادونه وکړ، چي احمدشاه بابا نه يوازي، چي يو امپراتور وو، بلکي يو ښه ليکوال، عارف او شاعر هم تېر سوی دئ، چي د خپلي واکمنۍ پر مهال ئې علم او فرهنګ ته ډېر ارزښت ورکړی دئ.

په کندهار کي د لوی احمدشاه بابا د ۲۴۷ تلين له پاره په داسي وخت کي ياد غونډه جوړيږي، چي د هند سينما د دغه غازي د پاني پت پر جګړه باندي فلم هم جوړ کړی، فلم تر اوسه نه دی خپور سوی، خو په نړيواله کچه بېلا بېل غبرګونونه لري.

خبریال:سيد ستار مهتابي

243 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...