کوچنيان وايي دولت يې د حقونو په ورکړه کي پاته راغلی دی

کندهار کي د کوچنيانو د حقونو د نړيوال کنوانسيون د دېرشمي کليږي په مناسبت جوړو سوو مراسمو کي کوچنيانو په خپلو مقالو کي پر دولت او نړيوالي ټولني نيوکه وکړل، چي د دوئ د حقونو په ورکړه کي پاته راغلي دي او د نوري نړۍ د کوچنيانو په څېر له ډيرو شيانو محروم دي.

بلخوا ويناوالو هم د کوچنيانو د حقونو پر ورکړي په ټېنګار سره وويل، چي ګڼ شمېر افغان کوچنيان له زده کړو محروم دي او په بېلابيلو شاقه کارونو بوخت دي.

دا مراسم د کوچنيانو د حقونو د نړيوال کنوانسيون د ديرشمي کليږي په مناسبت د پوهني رياست او سي ارسي موسسې په ګډه همکاري جوړسوي وه، چي ترډيره ئې ګډونوال کوچني زده کونکي وه.

د دې کوچنيان تصوير نړۍ ته شايد دا پيغام ولري، چي افغان کوچنيان تر يوځايه د خپلو حقونو څخه برخمن دي خو په اصل کي دا د افغان کوچنيانو د تصوير يو اړخ دي ځکه اوس هم په سلګونه زره افغان کوچنيان په ليري پرتو سيمو کي له زده کړو او روغتيايي خدماتو څخه بې برخي دي، په زړګونه نور بيا د بېوزلۍ له امله په فکر او شاقه کارونو بوخت دي.

کوچنيانو په خپلو مقالو کي له جګړې ستړيا انځور کړې وه او پر دولت او نړيوالۍ ټولني ئې نيوکه کړې وه، چي د دوئ د حقونو په ورکړه کي پاته راغلي دي.

د کندهارپوهني رياست تدريسي مرستيال محمدطاهر ايوبي او د هڅي موسسې مسؤل عزيزاحمد عزيزي کوچنيانوته د حقونو پر ورکړي په ټينګار سره وويل، چي د کوچنيانو اساسي ستونزي روانه جګړه او غربت دی، چي ډيری کوچنيان ئې له خپلو حقه حقونو څخه بې برخي کړي دي.

د پروګرام په وروستيو کي هغه کوچنيانو ته برابري سوي تحفې ورکول سوې، چي د کوچنيانو د ستونزو او غوښتونو په تړاو ئې ښه مقالې جوړي کړي وي.

خبریال: ولي محمد انوري

42 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي ...