کندهارکي د وچي مېوې سوداګر دخپلو مېوولپاره دپراخ نړيوال بازارغوښتنه کوي

دوچي مېوې سوداګر وايي، چي له خپلو مځکو او باغونو پراخ حاصلات اخلي خو د هند او پاکستان پرته نورو نړيوالو مارکيټونو ته لاسرسی نه لري، چي دې چاري يې دوچي مېوې نرخونه ډېر ټيټ کړي دي.

دوئ دغه راز له دولت څخه دوچي مېوې د پروسيس، بسته بندي او ساتني لپاره د يوه مجهز او خوندي سرای د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

دا په کندهار کي د وچي مېوې سرای دی.

دلته کشمش يا مميز، انځر، بادام او ځني نوري وچي مېوې په کور دننه او يا بهرنيو هيوادونو ته د صادرولو په نيت پروسيس او بسته بندي کيږي.

د ميرحمزه په نوم د وچي مېوې يو تن سوداګر ملي راډيوتلوېوين سره خبرو کي وویل، چي سږکال يې دکشمشو ښه حاصلات اخيستي خو نړيوال بازار ته نه لاسرسي يې نرخونه ډېر ټيټ کړي دي.

ددې ترڅنګ دبادامو يو تن سوداګر اسدالله وايي، چي د تېر کال په پرتله يې د بادامو خورا ښه حاصلات ترلاسه کړي خو دی هم د خپلي وچي مېوې د صادرولو لپاره د هند او پاکستان پرته د نورو نړيوالو مارکيټونو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، چي په کندهار کي د معروف او ارغستان ښه بادام دي.

هاخوا بيا د انځرو يوشمېر کاروباريان له دولت څخه دوچي مېوې د پروسيس، بسته بندي او ساتني لپاره د يوه مجهز او خوندي سرای د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوئ وايي، چي په نامناسب ځای کي اوس خپلي وچي مېوې ساتي، چي په دې ډول سره يې مېوو خپل اصليت له لاسه ورکړی او دپروش  پرمهال يې نرخونه هم ټيټ کړي دي.

د يادوني وړ ده، چي څه موده مخکي حکومت له هيواده بهر د وچي او تازه مېوې د ژر انتقال لپاره هوائي دهليزونه فعال کړل، خو اوس داسي ښکاري، چي دهوائي دهليزونو کارونه ډېر پڅ دي او سوداګر هم ناخوښ دي.

په ټوله کي افغان سوداګر غوښتنه کوي، چي د افغانستان وچه او تازه مېوه دي دپاکستان او هند تر بازارونو نه محدوده کيږي، بلکي نورو نړیوالو بازارونو ته دي هم لاره پيداکړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

132 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...