د افغان سرتېرو او افغان حکومت د ملاتړ له لارې نړیوال کولی شي دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.
کلېیر ورلډ نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان ددایمي پرمختګ یوازینۍ لار دا ده، څو په دغه هېواد کې شفافیت تامین شي او د حکومت د ملاتړ له لارې نړیوال دغه هېواد دایمي ثبات ته رسولی شي.
سرچینه کاږي د بهرنیو ځواکونو حضور ته دمګړی اړتیا ده، خو د افغان ځواکونو د دایمي پیاوړتیا لپاره باید نړیوال له امنیتي سکتور سره هر اړخیزې او شفافې مرستې وکړي څو دغه پوځ وکولی شي د سیمې امنیت تامین کړي.
سرچینه کاږي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې دایمي حضور نه شي لرلی، نو ددغه اوږدې جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره پر عملي، جدي او رښتینو لارو چارو کار او فکر ته اړتیا ده.