كندهاروالي کابل ته د سفر پرمهال د اقتصاد د وزیر سره وکتل

په دغه ليدنه کي، چي د پنج شنبې په ورځ ترسره سوه پرمهال يې کندهار والي د اقتصاد له وزیره وغوښتل، چي دکندهار دژړ‎ۍ ولسوالۍ ٣٠ بستريز روغتون، چي د څه مودې راهیسي یې رغنیزي چاري بندي پاته دي د HICDP پروژې په مرسته هر څومره ژر چي امکان ولري بيرته پيل او پر ټاکلي وخت دي تطبیق سي.

ددې ترڅنګ نوموړي د HICDP برنامي لخوا كندهار ولايت ته دلا زياتي بودیجې په نظر كي نیولو غوښتنه هم وکړه او وې ويل، چي د كندهار د زراعتي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ضروري ده، چي د ارغستان ولسوالۍ لوړې بند او ميانكو بندونه هم د اقتصاد وزارت د HICDP  برنامي په مرسته جوړ سي.

ښاغلي حیات د اقتصاد له وزیر څخه دا هم وغوښتل، چي راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي دي د کندهار د انکشافي پلان اړوند هر سکتور ته شپږ پروژې منظور سي او زیاته يې کړه، چي د اقتصاد او کرهڼي رياستونو د انارو او انگورو د صادراتو لپاره طرحي او د تطبيق پلانونه جوړ كړي دي، چي د ولايت مقام تر تائید وروسته اقتصاد وزارت ته هم استول سوي دي او موږ هیله لرو، چي یاد پلان ته د ډونرانو لخوا بودیجه پیدا او طرحو د تطبيق لپاره عملاً كار وسي.

وروسته د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د کندهار د اقتصاد رئيس ته هدايت وكړ چه هر څومره ژر كيږي د بندو پروژو مشكل حل او بيرته يي كار پیل کړي.

ښاغلي مستور زیاته کړه، چي هڅه کوي د ١٣٩٩ کال انكشافي پلان څخه مهمو او ضروري پروژو ته بودیجه كي ځاي وركول سي او همدارنکه یې د انارو او انګورو د جوړي سوي طرحي څخه خوښي وښودل او د یادي طرحي لپاره یې د امکاناتو د پیدا کیدو ډاډ وړاندي کړ.

66 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...