د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کي د شهيد عبدالقديم پتيال پنځم تلين ولمانځل سو

د پنج شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست د غونډو په تالار کي د شهيد عبدالقديم پتيال د پنځم تلين په مناسبت مراسم جوړ سوي وه، چي پر مهال ئې د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب، د اطلاعات او کلتور رئيس حکمت الله افغان، مدني فعالانو، شاعرانو او د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي اديبانو د شهيد عبدالقديم پتيال اړوند علمي مقالې ولوستلې او مرستيال والي بيا د هغه د ناچاپ اثارو پر چاپېدو ټينګار وکړ.

د شهيد عبدالقديم پتيال د پنځم تلين په لمانځغونډه کي که څه هم د ګډونوالو شمېر کم وو، خو اديبانو د ارواښاد د ژوند، فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيزي خبري وکړې.

د پيل وينا له پاره د اطلاعات او کلتور رئيس حکمت الله افغان سټېج ته پورته سوو، د شهيد عبدالقديم پتيال د پنځم تلين په مناسبت را ټولو سوو ګډونوالو ته ئې ښه راغلاست ووايه او هم ئې د شهيد پتيال د ادبي ژوند په اړه څو خبري شريکي کړې.

وروسته د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب خبري وکړې، هغه د خبرو له شروع سره سم شهيد پتيال يو غوره مدير وباله، په خبره ئې کلونه ئې د شهيد پتيال سره يوه ځای په يوه اداره کي دنده ترسره کړې، هغه په کار پوه او غوره مدير وو.

ښاغلي منيب د شهيد پتيال پر ادبي، سياسي، هنري او ادبي ژوند هم وږغېد، ټينګار ئې وکړ، چي د شهيد پاته ناچاپ اثار بايد چاپ سي او په دې برخه کي ئې د خپله اړخه پوره ډاډ ورکړ، هغه له ځوانانو وغوښتل، چي يو بله ورته علمي غونډه جوړه کړي، د شهيد پتيال پر ژوند، علمي هڅو او نورو اړخونو دي هر اړخيزي مقالې ولوستل سي.

وروسته د مقالو برخه شروع سوه، بېلا بېلو اديبانو پکښي مقالې ولوستلې، مقالې د شهيد پتيال د ژوند بېلا بېلو اړخونو ته ځانګړي سوي وې، د استاد حيات الله رفيقي او محمد ابراهيم سپېڅلي په مقالو کي د شهيد پتيال د ژوند ځيني برخي انځور سوي وې.

د يادولو ده، چي شهيد عبدالقديم پتيال پنځه کاله درمخه په کندهار پوهنتون کي په شهادت ورسېد، هغه پوهنتون ته د محصل په توګه تللی وو، چي تر غلچکي بريد لاندي راغی او په شهادت ورسېد.

خبریال: آرين

15 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...