کندهار: د انارو باغداران د مني تر موسمي بارانونو وروسته سخت زيانمن سوي دي

 

کندهار کي د ژمي له رارسېدو مخکي لومړني بارانونه وسوه، چي ور سره سم يې په باغونو کي انار خراب او له کاره وه ايسته، د انارو بيي کښته سوي او باغداران يې سخت زيانمن کړي دي.

دغه راز باغوانان وايي، د پاکستان له لوري پر يوه کاټن انارو ماليه له ۱۰۰ کالدارو څخه ۳۳۰ ته پورته سوې، چې دې چارې هم ورته تاوان کړی او اوس يې باغونه نيمايي سر نه پوره کوي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د ملاصاحب په نوم دغه کس د انارو باغ تر ۷ لکه پاکستانيو کالدارو په لوړ نرخ اجاره کړی، خو په کندهار د مني تر موسمي باران وروسته اوس يوازي ۳ لکه کالداري ور ګټي.

د ده په خبره، انار يې تر زيات وخته پوري نه شکول، څو د پاکستان له لوري ورباندي ماليه کمه کړل سي او دوی ته ګټه وکړي، خو تر باران وروسته اوس يې باغونه ټول خراب سوي او ښه ښه انار په درختو کي چاودلي او بېخي خپل سر نه پوره کوي.

له باغوانانو سره مو په هيواد کي د تازه او لندې مېوې لپاره د هوايي دهلېز اړوند هم خبري وکړې د دوی په خبره، هوايي دهلېز بېخي سته هم نه، ځکه تر اوسه يې هيڅ انار د هوايي دهلېز له لاري بهرنيو هيوادونو ته نه دي صادر سوي.

دوی وايي، حکومت د هوايي دهلېز په نوم بېخي خطاايستلي يو، ځکه انار يې د پاکستان د لوړ ټکس له امله په باغونو کي خراب سوه او بهر ته د انتقال لپاره يې هوايي دهلېز يا کومه بله لار نسته .

د افغانستان د سوداګرۍ خوني رياست مرستيال حاجي محمديونس مهمند وايي، د کندهار انار له لويه سره په مرض اخته سوي، نه يوازي چي د کرهڼي وزارت ورته پاملرنه نه ده کړې، دلته کندهار کي رياست هم د باغوانانو ستونزي پر خپل وخت نه دي حل کړي.

د ده په خبره، دوی اوس په دې بوخت دي، څو د کندهار د انارو د لوړي ماليې ستونزه د افغان حکومت له لاري د پاکستان له حکومت سره حل کړي او د راتلونکي لپاره داسي يوه لاره جوړه کړي، څو افغان حکومت د پاکستان له يوشمېر مېوو او هغوی د افغانستان له يوشمېر مېوو ماليه وانخلي.

ښاغلی مهمند وايي، د کندهار انار د باران او مرضونو د خرابوالي سره سره بيا هم تر دې مهال ۳۳ زره ټنه د پاکستان او هندوستان په ګډون يو شمېر بهرنيو هيوادونو ته صادر سوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

په کندهار کي هر کال د انارو او نورو تازه مېوو د انتقال پرمهال سوداګر په يو ستونزه نه يو ستونزه له پاکستان هيواد سره اخته سي، اوس تا زه دمه په کندهار کي سوداګر پر يو داسي طرحه کار کوي، څو افغان حکومت ته يې وسپاري او هغوی ورته په کندهار کي د انارو لپاره سړې خوني او فابريکې جوړي کړي، چي په دې سره به زيات انار بهر ته د تللو سره سم څو برابره بيه ولري او کيفيت به يې هم پياوړی وي.

خبریال: روزالدين ايازي

1106 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...