مولانا فضل الرحمن: اپوزېسیون یو موټی دی عمران خان به استعفا کوي

 مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې د اپوزېسیون ټول سیاسي له جمعیت علمای اسلام سره د حکومت پروړاندې دې مبارزه کې یوموټي ولاړ دي.
په اسلام اباد کې د ‘ازادۍ مارچ’ ګډونوالو ته چې نن یې شپږمه ورځ ده، په اسلام اباد کې یې د لومړي وزیر عمران خان له خپلې څوکۍ د لیرې کولو لپاره پرلت وهلی دی.
د مولانا فضل الرحمن وویل چې پاکستان په نړیواله کچه او په سیمه ییزه کچه تنهايی ته تللی دی او دوی به یې له دې ګوښه توب راباسي.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې له تېر یوه کال راهیسې پاکستان ورځ تر بلې پر ځوړ او تنزل روان دی. پاکستان د کنګالېدو څوکې ته نېږدی شوی دی او د ده په وینا چې دوی د پاکستان زوال هېڅکله نه شي زغملی.
د نوموړي په وینا، د کومو مقاصدو لپاره چې دلته راټول شوي ول هغه ته په رسېدو کې نېږدې شوي دي.
د لومړي وزیر د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په اسلام اباد کې خبري غونډې پر مهال د مولانا فضل الرحمن په پر وينا په خپل غبرګون کې وويل د ازادۍ مارچ ګډونوالو واضحه اجنډا نشته.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نهه حکومت مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دی د اکتوبر پر ۲۷ مه د کراچۍ څخه پېل شوی و او وروسته ورسره وروسته د بلوچستان، پنجاب او خېبرپښتونخوا قافلې هم ملګرې شوې. دوي د ۳۱م اکتوبر په شپه ناوخته اسلام اباد ته ورسېدل او له هغه وخته راهیسې د حکومت پرضد مظاهرې کوي.
اپوزېسیون ګوندونه غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفې ورکړي خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي لومړی وزیر به يې په غوښتنه کله هم استعفی ورنکړي.

312 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي ...