د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي او یو شمیر لوړ پوړي مسؤلین د کندهار والي حیاتالله حیات په ملتیا کندهار ته راورسیدل او په ولایت مقام کي يې د پولیسو د صفونو پر پیاوړتیا هر اړخیزه بحثونه وکړل.
په دغه لیدنه کي دواړو لورو د پولیسو پر پیاوړتیا، ظرفیت لوړني، د لازمو تجهیزاتو پر برابرولو، همغږۍ، د فساد پرمخنیوي، د ښځینه پولیسو پر زیاتوالي او دپوليسو د روزنیز مرکز پر پیاوړتیا بحث او خبري وکړې.
د کورنیو چارو وزات اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، مرکزي اداره د پولیسو پیاوړتیا او اصلاحاتو په برخه کي جدي هلې ځلي کوي او هڅه یې داده تر څو پولیس په مسلکي توګه وروزل سي.
کندهار والي حیات الله حیات راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چي د پولیسو پیاوړتیا لپاره هلي ځلي کوي.
ښاغلي حیات د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي د پولیسو د هڅو ستاینه وکړه او په وینا یې پولیسو د عامه نظم او امنیت د ټینګښت ترڅنګ ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي قرباني ورکړې او په پوره مېړانه یې د ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.
کندهار والي راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چي د ملي پولیسو سرښندنو ته د احترام په خاطر دي د هغوی د اصلاح او پیاوړتیا ترڅنګ اړینې اسانتیاوي او لازم سهولتونه ورته برابر کړي.