جمهوررئیس غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د سولې پروسې او د دولت په دولت همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي وانګ یي د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ هغه یوه مهمه پروسه وبلله او جمهوررئیس ته یې په چین کې د سولې د جوړېدونکې ناستې په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د افغانستان د حکومت او خلکو په محوریت ترسره شي او د دواړو هیوادونو اړیکې د دولت په دولت د محوریت پر اصل استوارې دي.

1786 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...