امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی

امریکا وايي پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي لا هم ګڼې وسله والې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري، کسانو ته روزنه ورکوي، مالي امکانات ورته برابريږي او ترهګریز فعالیتونه ترسره کولی شي.

د سرچینې په خبره پاکستان باید ددغه ډلو پر وړاندې اقدامات کړي وای چې تر دې دمه یې اړین ګام نه دی اوچت کړی. دغه وزارت لشکر طیبه او جیش محمد هم هغه ډلې یادې کړې دي چې د امریکا په تور لېست کې دي خو فعالیتونه یې نه دي محدود شوي او پاکستاني حکومت یې پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

پاکستان له کلونو راهیسې په سیمه کې د ترهګرو ډلو او ترهګریزو فعالیتونو پراختیا ته ادامه ورکوي خو پر وړاندې یې د امریکا اقدام یوازې د خبرداري تر کچې و او واشنګټن هېڅ وخت بریالی نه شو چې اسلام اباد د ترهګرو پر وړاندې واقعي اقدام ته اړ کړي.

335 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي ...