په ولسي چاروکي دجمهور رئیس سلاکار د ولایت مقام له مرستیالانو سره وکتل

په ولسي چاروکي د جمهور رئیس سلاکار د ولایت مقام دمرستیالانو سره تر لیدني وروسته د کندهار له بیلابیلو ځایونو څخه هم لیدنه وکړه

ضياالحق امرخيل وايي کندهارته يې د راتګ موخه د خلګو غوښتني اورېدل او دهغوی د خوښي مطابق خدمات برابرول دي.

د دوشنبې په ورځ په ولسي چارو کي د جمهور رئیس سلاکار ضیاالحق امرخیل د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب او د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري سره په ولایت مقام کي وکتل، چي پر مهال یې یو شمیر مدني فعالانو هم ګډون کړي وو.

په لیدنه کي لومړي د ولایت مقام مرستیالانو د جمهور رئیس سلاکار ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار په بیارغنیزه، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو او امنیتي برخه کي ورسره معلومات شریک کړل او همداراز يې یادونه وکړه، چي ولایتي اداري د ولس سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ځیني مهمي لاري عملي کړي او په نتیجه کي ولس په بې ساري ډول د ولایتي ادارې سره د چارو په پرمختګ کي مرسته او همکاري کوي.

د جمهور رئیس د ولسي چارو سلاکار ضیاالحق امرخیل هم د کندهار په کچه د وروستیو مثبتو تغیراتو څخه خوښي وښودل او زیاته يې کړه، چي دولت د ولس د ضرورت مطابق او د ولس په غوښتنه ورته خدمات برابروي تر څو دوه اړخیزه اړیکي پیاوړي سي او د اعتماد فضا رامینځته سي.

د جمهور رئیس سلاکار د ولایتي ادارې هڅي وستایلې، چي ولس يې په تصامیمو کي شریک کړي او د یادو هڅو د لا پیاوړتیا هیله يې وښودل ترڅو دولت د خپل ولس پوره ملاتړ ترلاسه کړي او په پوره همږغۍ د چارو په پیاوړتیا کي اغیزمن رول ادا کړي.

وروسته د جمهور رئیس سلاکار د ولایت مقام د مرستیالانو په ملتیا لومړی د خرقې مطهرې زیارت ورپسې د لوي امپراطور احمدشاه بابا، ملی قائد میرویس خان نیکه، شهید سترپاسوال عبدالرازق مقبرو او ارغنداب ولسوالۍ څخه هم لیدنه وکړه.

401 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...