طالب مشرانو خپلو پلویانو ته امر کړی،چي خپل ټول پام د اعش ترهګري ډلي لمنځه وړولو ته واړوي
په هغه ليک کي،چي د وسله والو طالبانو د محاکمو عمومي مشر وسله والو طالبانو ته لیکلی یوه کافي يې رسنیو ته رسېدلې،چي پکښي يې خپلو وسله والو ته امر کړی،چي تر دې وروسته په خپلو سيمو کي د داعش په وړاندي،چي یوه ترهګريزه ډله ده لمنځه وړلو ته پام واړوي.
په لیک کي راغلي،چي د امریکا سره په خبرو کي زيات پرمختګ سوی او ډاډ څرګنده سوې،چي د سولي درېدلي خبري به یو ځل بیا ژر پيل سي.
په لیک کي داعش یوه ترهګريزه ډله یاده سوې،چي د اسلام د بدنامولو لپاره د یو شمېر بهرنیو استخباراتي کړیو په ملاتړ غير انساني او غیر اسلامي اعمال ترسره کوی.
د طالبانو د محاکمو عمومي مسؤل مولوی عبدالحکیم وايي وسله وال طالبان دي داعش ترهګره ډله وپيژني ځکه،چي هغوی د قران شریف ایتونه او نبوي احادیث په غلطه تفسيروي او د خوارجو سره هیڅ توپير نه لري، نوځکه باید مجاهدین او اولس د هغوی لمنځه وړلو ته خپل پام واړوي.