د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کي ۸۶ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان وایې، په ګیزاب ولسوالۍ کې د تیرو څو ورځو راهیسې د جګړې پرمهال ۸۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۶۳ ته یې وژل سوي دې.

د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د تیرې څه باندي یوې میاشتي راهیسي د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پېل سوې ده، چې لاهم دوام لري.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري چې د تېرو دوو اونیو راهیسي ګیزاب ولسوالۍ ته تللی، نن یې د اروزګان ملي رادیو تلویزون ته وویل، چې د جګړې د پېل راهیسي تردې مهاله په دغه ولسوالۍ کي ۶۳ طالبان وژل سوي دي او ۲۳ نور ټبیان دي.

خنجري وایې، په وژل سوو او ټپیانو کي د طالبانو مهم قوماندنان هم شامل دي او د یوشمېر جسدونه یې هم د جګړې په سیمه کي پاته سوي دي.

د ارزګان د پولیسو مشر وایې، دوی په چمتووالي بوخت دي، ترڅو هغه سیمي چې طالبان په واک کي لري د نظامي عملیاتو پرمهال په لاس راوړي.

391 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...