درملوګ ۸۶ زره رایې بې باوره اعلان کړې دي

درملوګ کمپنۍ څه باندې ۸۶زره بایومتریک شوې رایې بې باوره اعلان کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي درملوګ کمپنۍ دوی ته معلومات سپارلي دي او دغه کمپنۍ تر ۸۶زره ډېرې رایې بې باوره اعلان کړې دي. یادې کمپنۍ ویلي چې د تکراري سټيکر او انځور له امله دغه رایې باطلې اعلان شوې دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی دغه رایې له سره شمېري. په دې توګه نو د پاکو رایو شمېره یو میلیون اته سوه زره او څلوېښت زره رایو ته رسېږي.

د ټاکنول خپلواک کمیسیون زیاته کړې، سره له دې چې ددرملوګ کمپنۍ په کارونو کې ځنډ موجود دی، خو لا هم ددې امکان شته چې لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړل شي.

403 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...