کندهارۍ مېرمني وايي لاسي توليدات ئې بازار نه لري

کندهار کي د کندهارۍ خزانې ښځينه کارکونکي وايي دوئ په لاسي توليداتو زحمت باسي؛ خو نه کورنی او نه هم بهرنی بازار لري.

بلخوا د دې خزانې مسؤل هم د بازار د نه موجوديت له امله د دولت د نه پاملرني څخه شکايت کوي او وايي، چي د بازار د نه موجوديت له امله ئې د خپلو کارکونکو شمېر هم کم کړی دی.

کندهارۍ خزانه، چي د ۲۰۰۸ کال راهيسي په کندهار کي فعاليت کوي بېلابيل لاسي توليدات بازار ته وړاندي کوي.

لاسي خامکي غاړي، دوو پټې، شالونه، پوړينان، روجاياني، بېلابيل ډوله کالي او ګڼ شمېر نور توليدات د کندهارۍ خزانۍ لاسي توليدات دي.

د دې خزانې کارکونکي وايي که څه هم په خپلو توليداتو ډير زحمت کاږي خو نه کورنۍ او نه هم بهرنۍ بازار لري، چي دې چاري ئې پر توليداتو منفي تاثير کړی دی.

د کندهارۍ خزانې اکثره کارکونکي بې سرپرسته ښځي او کونډياني دي؛ مسؤلين وايي مخکي ئې د کارکونکو شمېر پنځه سوه تنې وې خو اوس چي ئې د توليداتو بازار پيکه سوی د کارکونکو شمېر ئې دوو سوو تنو ته راکم کړی دی.

د دې خزانې مسؤل صفي الله وايي د دوئ اکثره توليدات د امريکا، هند او جرمني بازارونو ته تلل خو د دولت د نه پاملرني له امله په کور دننه او بهر کي د دوئ د توليداتو بازار پيکه سوو.

د کندهارۍ مېرمنو خامک په افغانستان او د نړۍ په يو شمېر بازارونو کي خورا شهرت لري، مسؤلين وايي که دولت دې توليداتو داخلي او بهرنۍ بازار پيداکړي ټولي هغه ښځي، چي د لارو پر سر پکر کوي او يا هم اقتصادي ستونزي لري د دې لاري به ئې ستونزي حل سي.

خبریال: ولي محمد انوري

405 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...