کندهارکي یوغلچکي بریدګروژل سوی او ۵ تنه نور چریکي بریدکوونکي ژوندي نیول سوي

دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دهغه ځوان قاتل وژلی، کوم چي د چهارشنبې په ورځ يې د خپلي ماشومي لور په مخکي دهغې پلار په شهادت رسولی ؤ.

تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په څلورمه، اوومه، نهمه، دوولسمه او څوارلسمه ناحیو کي تصفیوي عملیات ترسره کړي، چي په ترڅ کي یې یو غلچکي بریدګر وژل سوی او پنځه تنه نور چریکي برید کوونکي ژوندي نیول سوي دي.

د نهمي ناحیې د عملیاتو په جریان کي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د غلچکي بریدګر د نیولو پر مهال د مقاوت سره مخ سوي، چي په نتیجه کي یې غلچکي بریدګر په مقابلو ډزو کي وژل سوی دی.

د ځانګړو ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخي وژل سوی چریکي فعالیت کوونکی د هغه ځوان قاتل وو، چي د چهارشنبې په ورځ په ارغنداب ولسوالۍ کي د ملا نقیب اخوند د زیارت سره د خپلي ماشومي لور د سترګو په وړاندي په شهادت رسولی ؤ.

296 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...