د شنبې په ورځ د ولایت مقام مالي او ادارې مرستال عبدالحنان منیب، د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د ملی امنیت مرستیال او یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا د شهید امان الله د کورنۍ سره د غمشریکۍ مراتب پر ځای کړل او په همدې موخه ارغنداب ولسوالۍ ته د هغه کورته ورغلل.
ورغلو مسؤلینو د شهید امان الله پر وژنه خواشیني څرګنده کړه او د هیواد او خلکو څخه د دفاع په لار کي يې د هغه کلونه کلونه خدمت او قربانۍ وستایلې.
د شهید کورنۍ غړو هم د مسؤلینو د ورتګ او په دې لوی غم کي یې د هغوی سره د غم شريکۍ په موخه د مسؤلینو څخه مننه وکړه.
باید وویل سي، چي شهید امان الله تیره پنج شنبې ورځ د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کي د هیواد د دښمنانو لخوا په ډیره بې رحمانه توګه د خپلي ماشومي لور مخته په شهادت ورسیدی، چي یادي پیښي ګڼ شمیر غبرګونونه هم راوپارول.