د شهيد عبدالقديم پتيال دپنځم تلين په ياد دقرانکريم ختمونه وسول

دياد ګيرني دغه مذهبي مراسم، چي اطلاعاتو او کلتور رياست کي جوړ سوي وه شاعرانو اديبانو او ځوانانو په کښي ګډون کړی ؤ.

دقرانکريم دختم په دغه مراسمو کي دشهيد عبدالقديم پتيال پاک روح ته دمغفرت دعاګاني او د الله ج ددربار څخه دعظيم اجر غوښتنه وسوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس حکمت الله افغان وايي، شهيد عبدالقديم پتيال نه يواځي داچي يو ښه مدير ؤ بلکي په هنراو ادب کښي يې هم فکر ځغلولی ؤ او ګڼي لاسته راوړني يې درلودې، چي دهمدې سببه داطلاعاتواو کلتور رياست وغوښتل دمرحوم په ياد دقرانکريم ختمونه وکړي او  دشهيد ياد تلپاته وساتي.

ځوانان هم په کلتوري او ادبي برخه کي دشهيد پتيال تشه نه جبرانيدونکې بولي او د هغه د ادبي پنځونو ستاينه کوي.

دوی دنورو ځوانانو هم غواړي ترڅو دشهيد پتيال پر قدم قدم کښيږدي او په ادبي او سياسي ډګر کي نوښتونه وکړي.

ديادوني وړده، چي شهيد عبدالقديم پتيال دنن څخه پنځه کاله وړاندي په داسي حال کي، چي دپوهنتون په ټولګۍ کي په زدکړه بوخت ؤ، په يوه تروريستي بريد کي په شهادت ورسېدې.

خبریال: نثاراحمد احمدي

363 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...