د داعش ډلي په اړه د افغانستان د متحدوو علماوو شورا اعلاميه

د داعش ډلي په اړه د افغانستان د متحدوو علماوو شورا اعلاميه

الحمد الله والصلوة والسلام علي رسول الله وعلی اله و اصحابه ومن توالاه.

يو له هغه ناورينونو څخه ، چي نن ورځ يې د مسلمان ملت په منځ کي ځای نيولی او د اسلامي امت د بدنامۍ او ځوروني باعث ګرځېدلی هغه په اسلامي ټولنه کي د داعش تکفري پيدايښت دی، چي په خپلو غيراسلامي او غير ديني اعمالو سره د اسلام د مقدس دين د بدنامۍ په لټه کي دي او بيا خپل شوم او جاهلانه اعمال د اسلام مقدس دين ته نسبت ورکوي حال دا، چي د دوئ کړني او رفتار هيڅ دين او مذهب ته د منلو نه دي او د مسلمانانو تکفيرول لويه ګناه بولي، ځکه نو د اسلامي مذاهبو مشران دې مسلې ته خورا حساس دي او خپل پيروان له دغي تکفيري ډلي څخه لیريوالي ته رابولي او د اهل قبلي تکفيرول ناروا ګڼي.

د حضرت علي ض د خلافت په دوره کي د ده او د حضرت معاويه ض، حضرات ابو موسی اشعري او عمرو بن عاس ترمنځ د معاضلې د حل په جريان کي د خوارجو ډله تر دې شعار لاندي، چي(ان الحکم الالله) له دې مبارک ايت ناسم برداشت ترسره کولو سره رامنځ ته سوه نو حضرت علي ض د دوئ د ادعا برعکس په ځواب کي ورته وفرمايل ژباره:دا سمه خبره ده، چی له هغه نه د ناروا منظوري کی ګټه اخيستل کيږي.

همدارنګه دغه ډله د وخت د يو شمېر مشرانو، صحابه کرامو او عالمانو لکه عبدالله بن عباس او عمر بن عبدالعزيز له لوری بیا ځلي اسلام ته دعوت سول او ځينو يې، چي د دې دعوت څخه سرغړونه وکړل نو د وخت د حکماو او علماکرامو د فتوا پر اساس له منځه يووړل سوه، د دې ډلي بل خصلت دا و، چي کله به یو مسلمان د يوې ګناه لکه غلا، زنا، د لمونځ پرېښودل او د نورو ناجایزه اعمال مرتکب کېدل نو مباح الدم به یې ګڼل.

اوسني وخت کي داعش د(۱۴۰۰) وروسته د خوارجو د ځای ناستي په توګه يوځل بيا په افغانستان او ځيني نورو هیوادونو کی څرګند او د خوارجو د کړغېړنو او ناروا اعمالو په شان د قراني اياتونو او نبوي احاديثو او علماوو فتواو خلاف د مسلمان ملت په تکفيرولو اخته دی او غواړی ترڅو د مسلمانانو ترمنځ نفاق او بې اتفاقۍ رښيې وغځوي.

حضرت محمد ص څوارلس قرنه د مخه د دوئ د نښي او نښانې په هلکه فرمايي.

ژباړه: اخير زمان کي به يوه ډله پيداکيږي، چي کم عقله او بې علمه به وي، د ښو خلکو( پيغمبر ص)خبری کوی او د تریخوالي له وجه به د اسلام له مقدس دين نه د کمان په شان تيريږي، قران به لولی او عمل به نه په کوي.

د دغه ډلي د جناياتو سلګونه کليپونه، چي په عراق، سوريه، لبيا، اردن، يمن او افغانستان کي يې ترسره کړي د ټولنيزو شبکو، يوتيوب او رسنيو له لوري خپاره سوي دي، چي ښکاره بېلګه يې د اردني پيلوټ ژوندي سوځول، به قفسونو کي داسيرانو اچول او بيا يې په ژورو اوبو کي ايښوول، د ننګرهار په اچين کي د نوي ږېږيدلي ماشوم دوه ټوټې کول، چپرهار کي په ماينونو د يو شمېر متنفذينو کښېنول او بيا ورته انفجار ورکول، په زور او جبر د انجونو ودول او همدا شان په جوماتونو لکه د دښت برچي باقرالعلوم جومات بريد، د امام زمان پر جومات بريد، د دښت برچي د انجونو پر روزنيز مرکز بريد، د الکترونيکي تذکرو پر مرکز بريد، په شهری دبی سالون کي د واده پر مراسمو بريد، د سردار محمد داودخان پر روغتون بريد، د بلخ په دوه سوه نهه شاهين قول اردو بريد، په سوريه، عراق او افغانستان کي د اهل سنت والجماعت او اهل تشيع ترمنځ د ژورو اختلافاتو رامنځ ته کول، د مسلمانانو په وړاندي د غير اسلامي او غير انساني اعمالو ترسره کول يې بيلګي دي.

د قراني اياتونو او د داعش جنايتونو ته په کتو د اسلامي نړۍ مخکښو علماوو د داعش تکفيري ډلي په اړه خپل نظريات څرګند کړي، چي د بيلګي په توګه لاندي بيانيږي.

  • ژباړه: هرچا چي يو مسلمان په قصدي توګه وواژه نو جزاء يې ابدي جهنم دی او د خداي ج لعنت به پر ده وي او ستر عذاب به يې په برخه وي.(۹۳ النسا)
  • چا چي يو نفس د عوض نه پرته قتل او پر مځکه يې فساد وکړ نو په دې معني، چي ټول انسانان يې وژلي دي او څوک، چي د يو مسلمان ژوند وژغوري په دې معني، چي د ټولو انسانانو ژوند يې ژغورلی دی.(۳۲ المايده)
  • که چيري د مځکي او اسمان اهل د يو مسلمان په وژنه کي ګډون وکړي نو الله ج به ټول دوږخ ته وغورځوي.
  • که چيري ټول مسلمانان او جنيات د مؤمن په قتل کي ګډون وکړي، بېلشکه، چي الله ج به ټول په جهنم کي وغورځوي او الله ج جنت د قاتل او د قتل حکم ورکونکو ته حرام کړی دی.

د داعش ډلي د تکفير په اړوند د اسلامي علماوو نظريات

امام ابوحنيفه ض فرمايي ( موږ د اهل قبلې هيڅوک نه تکفيروو).

شيخ الاسلام قرضاوي د اسلامي نړۍ د علماوو مشر په دې اړه وايي( د داعش ډلي له لوري د خلافت اعلانول د شريعت له پلوه باطل او د اسلام په زيان دي).

شيخ الاسلام مفتي تکي د پاکستان د کراچي د جامعې رئيس د داعش ډلي په اړه داسي وايي ( د طالبانو او داعش ډلو له لوري د افغانستان د اسلامي حکومت په وړاندي جګړه ناورا او ناجايز ده).

دکتور ذاکرنايک د اسلامي نړۍ ستر دعوتګر وايي ( داعش ترهګره ډله نه په قران او نه هم به نبوي احاديثو اعتقاد لري، ظالمه او ماته خوړونکې ډله ده، چي انسانان په ناحقه وژني او ځای يې جهنم دی).

دکتور عثمان الخميس د مکې معظمې د دارالافتاح غړی وايي( داعش منحرفه، ګمراه، ظالمه او قاتله ډله ده، چي  خوارجو سره هيڅ توپير نه لري).

سعد بن ناصر الشثري وايي(داعش ډله د خدای ج او د هغه د رسول سره جنګيږي، پر جوماتونو بريدونه کوي، علماي کرام وژني، د خدای ج بندګان شکينجه کوي، د دوئ سره يوځای کېدل ستره ګناه او د اسلام له دينه وتل دي).

د قرانکريم اياتونو، نبوي احاديثو او د اسلامي نړۍ د علماوو ويناو ته په کتو داعش يوه ترهګره ډله ده، د دوئ کړني او شتون نه يوازي د دين له احکامو سره خلاف دي بلکي د دين د بدنامۍ سبب هم ګرځېدلي دي، د داعش سره يوځای کېدل او ورسره مرسته کول مطلق حرام دي، دې ډلي ته مشروعيت ورکول د اسلام څخه خارجېدل دی، چي د کافرېدلو احتمال هم پکښي شونی دی.

په دې اړه د افغانستان د متحدوو علماوو شورا هيله لري، ترڅو زموږ متدين او مېړنی ولس له داعش سره د مرستي او همکارۍ څخه ځان وساتي او د دين او مسلمان امت پر وړاندي خپل مسؤليت ادا کړي.

ومن الله توفق

د افغانستان د متحدوو علماوو شورا

 

 

518 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...