دبشري سرچینو د رئیس له لوري د ځينو ریاستونوحاضرۍ کنټرول سوې

د کندهار بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني وايي، د دولتي مامورینو پر حاضریو کنټرول پر دولتي خدماتو مثبت تاثیر لري او چاري چټکنۍ کوي.

د شنبې په سهار د کندهار ولایت مقام تر رهبرۍ لاندي د بشري سرچینو رئیس جاوید الله سلطاني د څو ریاستونو د حاضرۍ څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې لازمي لارښووني وکړې.

د حاضریو د کنټرول پر مهال د بشري سرچینو رئیس جاویدالله سلطاني وویل، نن یې د کانونو، ارغنداب رود دریایي حوزې او زراعت ریاست څخه لیدنه ورکړه او په خبره یې د دولتي ادارو څخه د حاضریو څار به دوامداره او هر وخت کیږي.

نوموړي وویل د دولتي خدمتونو د ښه ترسراوي لپاره ولایت مقام د اداراتو دکارونو څارنه کوي او هغه مامورين چي په وظايفو ته پر وخت نه راځي رسمي سپارښتني کوي.

په کندهار کي د دولتي ادارو څخه څار دکندهار والي، دواړو مرستیالانو او د بشري سرچینو د رئیس له لوري تر سره کیږي چی له مخي یې هغه مامورین چي وظیفو ته پر وخت نه حاضريږي غیر حاضروي.

خبریال: احمدشاه شاداب

1385 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...