تش په نوم خليفه ابودوا ووژل سو

د امريکا دفاع وزارت خبر ورکوي، چي له دې وروسته په داعش کي د ابودوا په نامه کس وجود نه لري.

نوموړی ددغه ترهګري ډلي د مخکني مشر ابوبکر البغدادي ځای ناستی بلل کېده او باور دا وو، چي نوموړی به ډېر ژر ددغه ډلي د مشر په توګه اعلان سي.

خو د امريکا دفاع وزارت په يوه خبر کي ويلي، چي ابودوا يي په شام کي ديو لړ عملياتو پرمهال وژلی دی.

خبر دغه راز ليکي: ابودوا، چي په داعش ترهګره ډله کي کوم مقام او ځای درلود، دده په وژل کېدو سره هغه ځای او مقام هم له منځه تللی او بيا رامنځته کېدای نه سي.

له دې مخکي د هغه عملياتو پرمهال، چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر ډونلډټرمپ له خوا څارل کېدل، ددغه ډلي مشر ابوبکرالبغدادي هم وژل سوی ؤ.

 

 

 

402 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي ...