کندهاروالي:په نژدې ورځو کي به د يوشمېر رياستونو بېلابېلې پروژې د وزارتونو سره تعقیب کړي

په همدې موخه دکندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د پنج شنبې په ورځ ولایت مقام کي د بېلابېلو ستکوري رئيسانو سره غونډه وسول، چي پرمهال يې راغلو رئيسانو ته يو لړ لازمي سپارښتني هم وسوې.

په دغه غونډه کي کندهار والي دروغتیا، پوهني، ښارجوړوني، د سړکونو د ساتني او مراقبت، کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، د ارغنداب سیند‌یزې حوزې، سوداګرۍ او صنایعو او مستوفیت رئيسانو سره لیدنه کي وویل، د روان کال د نابشپړو سوو او راتلونکي کال اړینو انکشافي پروژو لېست يې برابر کړی، چي په راتلونکو څو ورځو کي به د ولایتي ادارې د مسؤلینو سره یو ځای اړوندو وزارتونو سره د یادو ریاستونو د روان او راتلونکي کال د پروژو مسایل شریک کړي او د حل په موخه به یې ګډ تصمیم ونیسي.

کندهار والي ټینګار وکړ، مسؤلین مکلف دي، چي د ولایت مقام په همغږۍ د قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او مخالفینو سره د خبرو له لاري د پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي، تر څو په سیمه کي متوازن انکشاف رامنځته او ټولو ولسونو ته مساوي خدمات ورسېږي.

کندهار والي د شهرسازۍ او ارغنداب سیند‌ییزي حوزې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي د دهلې بند اړوند د استملاک چارې پیل او د خسارې لپاره دې هم خپل پلانونه جوړ کړي.

ورپسې د سکټوري ادارو رئیسانو په خپل وار د ترسره کېدونکو فعالیتونو، د پروژو د توقف، تکمیل او تر کار لاندې پروژو د حالت او د راتلوونکو برنامو او پلانونو د عملي کېدو په برخو کي کندهار والي ته معلومات وړاندې کړل.

په پای کي کندهار والي حیات الله حیات د پروژو په معیاري توګه سرته رسېدو، نظارت او کنترول د ټینګار کولو تر څنګ اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه څو په جدي توګه خپلې پروژې تعقیب او د انکشافي بودیجې په انتقال کي ګړندي ګامونه واخلي.

351 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...