د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد لاریون نن اسلام اباد ته رسېږي

په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ “د ازادۍ مارش” به نن (اکټوبر ۳۱مه) اسلام اباد ته ورسېږي.

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون بیا د پاکستان پر صدراعظم عمران خان غږ وکړ چې استعفا وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې نن امنیتي تدابیر شدید شوي دي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دا حرکت د اکټوبر په ۲۹مه د پنجاب ایالت له ملتان ښاره د لاهور پر لور روان شو او پرون یې اسلام اباد ته مخه کړه.

د ازادۍ مارش غړي به نن د اسلام اباد په اېچ ناین سیمه کې، د اتوار بازار په نوم مارکېټ ته په نږدې میدان کې لمن وغوړوي.

هغوي به د صدراعظم عمران خان د له واکه د لرې کېدو د غوښتنې ترڅنګ، خپلې درې نورې اساسي غوښتنې هم مطرح کړي.

د ازادۍ مارش غړي غواړي چې د پوځ له لاس وهنې پرته بیا انتخابات وشي، په اساسي قانون کې د اسلامي اصولو ضمانت وشي او هغه سیاسي شخصیتونه باید خوشي شي چې په پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې په حکم نیول شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لاهور ښار د نیازبېګ په سیمه کې پرون د ازادۍ مارش ګډونوالو ته په وینا کې وویل: “په اسلام اباد کې به واکمانانو ته ووایو چې د ولس په رایه نه، په درغلۍ واک ته رسېدلي یاست ځکه ولس تاسو واکمنان نه ګڼي.”

خو د پاکستان د صدراعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان ویلي، عمران خان به هېڅکله له خپل مسئولیته اوږې سپکې نه کړي.

285 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...