ولسمشر: د ترهګرۍ ضد مبارزه نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د نړیوالۍ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېوادونو همکاري اړینه ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې لومړۍ کرښه کې دی او له دې درکه یې درنه قرباني ورکړې او اوس هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

ولسمشر غني وايي، ترهګري نړیوال امنیت او ثبات ګواښي نو ځکه نړیوالو ته په کار ده چې ددغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره سره متحد شي. افغان حکومت د ابوبکر البغدادي وژل کېدل یو مهم ګام بللی دی او په خبره یې د ترهګرو ډلو د مشرانو په وژل کېدو ددوی په فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راځي.

ولسمشر غني وايي په دې سره به په افغانستان او سیمه کې هم وضعیت مثبت لوري ته بدل شي خو لا هم د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې یووالي او ګډ دریځ ته اړتیا ده.

343 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار د اقتصادي پراختيا لپاره د پانګوني د جذب لویه غونډه جوړه سول

غونډه، چي د پنجشنبې په ورځ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکښي والي ...