ولسمشر: بهرني ځواکونه د له افغان حکومت سره په همغږۍ ووځي

ولسمشر غني وایي بهرني ځواکونه باید له افغان حکومت سره په همغږۍ له افغانستان و ایستل شي.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي افغانستان یو مشروع حکومت لري او باید ټول اړخونه دې مسئلې ته درناوی وکړي. ده ویلي پر دې خواشینی دی چې امریکا د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان له مشروع حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او دا د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار ده. دده په وینا طالبان له نورو هېوادونو سره د خبرو له لارې افغانستان ته ګټه نه شي رسولی او جګړې به لا هم روانې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت یې د سولې لپاره له هر اقدام ملاتړکوي خو یوازې او یوازې بین الافغاني مذاکرات سوله راوستلی شي.

485 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...