د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

په ډيري خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چي د هيواد او خلکو دښمنانو نن پنج شنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې د کابل په چهار راهي قمبر سيمه کي د بادغيس امنيه قومندان شريف الله چمتو د يو هدفي بريد پر مهال په شهادت رسولی دی.
انا الله وانا اليه راجعون
شهيد چمتو د ګران هيواد د پاکې او عظيمي خاورې څخه کلونه کلونه د دښمن په وړاندې دفاع کول او په دې لاره کې ئې د دښمن سلګونه ورانکاره پلانونه شنډ او د خپل ولس امنيت يې خوندي کړی وو.

شريف الله چمتو دا مهال د بادغيس امنيه قومندان او تر دې وړاندې په کندهار کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله.

زه د شهيد چمتو د ترسره کړو خدمتونو د ستاينې او قدردانۍ ترڅنګ د الله ج د عظيم دربار څخه ده ته د جنتونو او کورنۍ ته يې د جميل صبر دعاء او غوښتنه کوم او په دې درانه غم کي يې ځان شريک بولم.

په درنښت

کندهار والي حيات‌الله حيات

 

219 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار ولایت مقام خبرتیا

نن یک شنبه د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د حکم د تطبیق په موخه ...