کندهار: دوه انسان تښتونکي له پوليسو سره په نښته کي وژل سوي

د کندهار ښار د اوومي حوزې پولیسو هغه دوه انسان تښتونکي په یوه نښته کي ووژل، چي یو لس کلن هلک یې تښتولی وو.
انسان تښتونکو دغه هلک په دوهمه حوزه کي له فاروقيه مدرسې تښتولی وو او بیا یې د پيسو غوښتنه ورڅخه کړې وه.
د اوومي حوزې امر هاشم رېګوال وايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شیبه مخکي د پنځمي حوزې په ښورندام سیمه کي پر اختطاف کوونکو عملیات وکړه، خو هغوئ پر پولیسو حمله وکړه او دواړه ووژل سو.
انسان تښتونکو تښتول سوی هلک له مخکي وژلی وو او په یوه کارټن کي یې اچولی وو.

1428 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...