د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي ټول هېوادونه دې د امنیت شورا د پرېکړو او نړیوالو قوانینو پر اساس له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هسکې مینې د پېښې په اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې نړیوال ترهګر فعالیت کوي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې ددغه نړیوال تهدید په له منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د هسکې مینې پېښې لارښوونکي، پلان کوونکي، مالي ملاتړي او عاملین باید ونیول شي او نړیوالو قوانینو ته په پام محاکمه کړل شي. امنیت شورا ددغه پېښې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی.