په هلمند کي ۹۱ تنه وسله وال طالبان وژل سوي

د هلمند امنیه قوماندان حسام الدین هلمندی وايي د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه يې عملیات ګړندي کړي،چي یوازي په تيرو ۴۰ ورځو کي يې ۹۱ طالبان وژلي او ۲۴ نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی،چي وسله وال طالبان ،چي هر چيري فعالیت کوي،نو سخت به وځپل سي او د امنیت ساحه به پراخه کړي.

باید وويل سي،چي د ناامنه سيمو اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له کړونو سخت ناراضه سوي ،چي له امله يې د افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري هم زيات سوې،نو ځکه هره ورځ د امنیت ساحه پراخيږي او افغان ځواکونه د ترهګريزو فعالیتونو مخنیوی کوي.

635 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...