د پاکستان او هند ترمنځ تازه نښته کې شپږ پوځيان وژل شوي دي

پاکستان او هند دواړو پر یوه بل له اوربند د سرغړونې تورونه لګولي او پر کنټرول کرښه دواړو غاړو ته په بریدونو کې د دریو پوځيانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

دا په روان کال کې پر کنټرول کرښه تر ټولو خونړۍ نښته ده. پاکستان ادعا کوي، چې هندي ځواکونو تېره شپه په نیلم سیمه کې د دوی غاړې ته پر ولسي کورونو ډزې کړې دي او د یوه پوځي سرتېري په ګډون يې څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور وايي، دوی د دغه برید په خواب کې بیا پر هندي ځواکونو برید کړی او د نهه هندي پوځيانو د وژلو ادعا يې هم کړې. هند بیا وایي چې لومړی پاکستان اوربند مات کړ او ددوی په ځوابي برید کې پاکستاني عسکر ووژل شول.

403 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان: له وسلوالو مخالفينو يې جګړه ګټلې ده

د شنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د کمانډ‌و ځواکونو د ...