جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع وزیر سره وکتل

جمهور رئیس محمد اشرف غني  د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې مارک اسپر د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تروریستي پېښې په خاطر خپله خواخوږي او همدردي جمهوررئیس غني ته څرګنده او د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې.

همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دامریکا د مرستو پر موثریت ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ اداري فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هیواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د عملي او سیستماتیکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې هم رڼا واچوله.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو تر څنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
—-

297 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...