په زابل کي د شهید خبریال یعقوب شرافت د درېیم تلین په یاد غونډه جوړه سوه

غونډه،چي د زابل د ملی راډيو تلوېزیون په انګړ کي جوړه سوې وه،پکښي ځايي خبریالانو،لیکولانو،شاعرانو او د ادب مینوالو برخه اخیستې او د هغه د روح د خوښۍ په موخه يې د قران کریم ختمونه او دعاګاني وکړې.

خبریال یعقوب شراف د زابل ملي راډيو تلوېزیون تر څنګ د افغانستان ملي تلوېزیون او کندهار راډيوتلوېزیون سره د خبریال په توګه دنده ترسره کول،چي د نامعلومه کسانو له لوري په داسي حال کي په شهادت ورسېد،چي ميرمن او لور يې هم په موټر کي ورسره سپاره وه.

249 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...