د ارزګان سرې میاشتي ادارې لخوا لس ناروغان د درملني لپاره لېږل سوي

د ارزګان ولایت د سرې میاشتي ادارې مسؤلین وایې په تېر یوه کال کي هغوی توانېدلي چي لس ناروغان له ارزګان څخه د هیواد پلازمینه کابل او بهر ته د درملني لپاره ولېږي.

مسؤلینو دغه څرګندوني نن په دغه ولایت کي د سرې میاشتي ځانګړي اونۍ د لمانځنې پر مهال داسي حال کي وکړې چې د دغه ولایت د ولایتي مسؤلینو په ګډون ګڼ سیمه یېز مخور، دیني عالمان او عامو اوسېدونکو برخه لرل.

نن ارزګان کي د سرې میاشتي ریاست لخوا د سرې میاشتي ځانګړې اونۍ ولمانځل سوه، چې برخوال یې ولایتي مسؤلین، دیني عالمان ، قومي مخور او لسګونه عام اوسېدونکي وه.

د غونډې پیل کې د ولایت مقام مرستیال والي سید محمد سادات ناصري د هیواد د ولسمشر هغه پیغام ولوست چې د سرې میاشتي ځانګړې اونۍ په مناسبت یې ترتیب اولېږلی و.

ناصري سره میاشت یو بې طرفه او خیریه ټولنه وبلل او له خلکو یې وغوښته چې د دغې ادارې سره وخت پر وخت خپلې مرستې د اعایني په توګه شریکې کړي.

ناصري د ولایت مقام لخوا د دغي ټولني سره د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ارزګان سرې میاشتي ادارې مشر عبدالرشید الهام وایې هغوی توانېدلي چې د تېر یوه کال په موده کي لس تنه کم عمره ماشومان د هیواد دننه او بهر ته د درملنې لپاره ولېږي.

الهام وایې دغه ماشومان چې دوه یې سوزېدلي ، دوه نور یې د بیلګونې ناورغان او پاتي شپږ تنه یې د زړه په سورې اخته وه لېږلي دي.

نوموړي یوځل بیا د دغې ټولنې سره د بشپړ همکارۍ غوښتنه وکړه.

بلخوا دغونډې پر مهال یو شمېر برخوالو هم د سرې میاشتي فعالیتونه د ستاینې او د پام وړ وبلل او ژمنه یې وکړه چې هغوی به تل خپله او نور هم وهڅوي چې د دغې ټولنې سره همکاري دوامداره وساتې.

د سري میاشتي ځانګړي اونۍ هر کال د هیواد په ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي ، چې پر مهال یې د دغي ټولنې سره د ولسونو د مرستو جلب هم تر لاسه کېږي.

خبریال: اجمل وصال

298 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده ...