هلمندکي دترهګریزو اوانسان تښتوني پېښوپه تور ۱۰ تنه نیول سوي

له تښتوونکو څخه د يو تن ماشوم خوشې کېدو سربېره د ترهګريزو بريدونو په تړاو لس تنه او ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي رسنيو ته وښودل سول.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په داسي حال کي چي د ملي امنيت رئيس انجينر محمد طاوس خان هم ورسره و رسنيو ته وويل: د ملي امنيت ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې لس تنه تورن کسان ، چې د چسپکي ماينونو، وژنو او په نورو تروريستي بريدونو کي يې لاس درلود نيولي دي.

هغه زياته کړه، په يادو عملياتو کې، ۷ راکيټونه، ۱۰ ميله کلاشينکوفونه، ۳ ميله درازنوف، ۲ پايې مخابرې، ۲۲ ميله تفنګچې، ۹ حلقې چسپکي ماينونه او ګڼ شمېر نور ترهګريز توکي هم نيول سوي دي.

دغه راز يو ماشوم، چې شاوخوا اوه ورځې وړاندې د باباجي سيمې څخه تښتول سوی وو، او په بدل کې يې له کورنۍ څخه د ۱۵لکه پاکستانيو کالداروغوښتنه سوې وه، د کندهار ولايت د ملي امنيت ځواکونو سره په همکارۍ له دوه تنو تښتوونکو سره يو ځای ونيول سول، چې نن ياد ماشوم اړوند کورنۍ ته د هلمند والي له لوري وسپارل سو.

د ماشوم د کورنیو غړو هم د ملي امنیت له دي اقداماتو څخه مننه وکړه ،چي له تښتونکو يي د دوی ماشوم وژغوری.

د ملي امنیت منسوبین وايي تل د خپلو کره راپورونو پربنسټ د هلمند په بیلابیلو سیمو کي عملیا ت ترسره کړي، چي ترهګریزاو جنايي ډلي د هغوی وسلې او مهمات يي هم نیولي دي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

399 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...