دکندهار دستراتیژیک اوپرمختیايي پلان لپاره مشورتي ناسته جوړه سوه

دغه غونډه نن سه شنبه د کندهار ښاروالۍ ریاست کي جوړه سوه، چي پر مهال یې کندهار والي حیات الله حیات، د ځمکو او ښارجوړوني وزارت څخه راغلي پلاوي، د نړيوال بانک استازي، د کندهار ښاروالۍ مرستیال، سکټوري رئیسانو او د همکارو موسسو استازو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کي کندهار والي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چي کندهار ښار د یو اغېزمن پلان څخه برخمن کېږي، چي په رڼا کي به یې خلکو ته د اړتیا پر بنسټ ګټور خدمات وړاندي سي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، چي کندهار ښار ورځ تر بلې د پرمختګ او انکشاف په حالت کي دی، خو د دې لپاره چي په ټول ښار کي د متوازن انکشاف د اصل پر بنسټ معیاري خدمات وړاندي سي، اړتیا ده چي دا ولایت د یوه مؤثر او هر اړخیز ستراتیژیک پلان څخه برخمن سي.

کندهار والي د ښارونو د اقتصادي پراختیا لپاره منظم او اوږدمهاله ستراتیژیک پلانونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چي ولایتي اداره د مرکز ادارې له لوري دې او دې ته ورته ټولو پروژو په تطبیق کي پوره همکاره کوي.

په غونډه کي د ځمکو او ښارجوړوني وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر انجینر سمېع د کندهار د ولایتي ستراتیژیک پلان پروسې په اړه معلومات وړاندي کړل او خوښي یې وښوده، چي ولایتي اداره د دغه پلان د تطبیق لپاره علاقمندي څرګندوي.

نوموړي وویل، تر دې وروسته به د ښارونو لپاره د ماسټر پلانونو پر ځای ستراتیژیک پلانونه جوړېږي، څو ټولو ښاریانو ته د متوازن انکشاف پر بنسټ خدمات ورسېږي او په خبره یې، دا درېیم ورکشاپ دی چي د کندهار ښاری پراختیا د ستراتیژیک پلان جوړولو په موخه جوړیږي، چي په مرسته به یې د کندهار اوسنۍ وضعیت وڅیړل سي او د انکشاف کلیدي عوامل په ګوته، خنډونه واضع او حل لاري به ورته وړاندي سي.

د راغلي پلاوي په وینا، تر کابل وروسته د پنځو ولایتونو لپاره ستراتیژیک پلانونه جوړیږي، چي ورته ۲۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي سوي او هر ولایت چي ښه پلان جوړ کړی وي ورته به ډېرې پیسې ورکول سي.

په ورته وخت کي د کندهار د ښار جوړوني او اراضۍ رئيس اینحینر محمد حنیف د کندهار ښار لپاره د ۱۳۵۹، ۱۳۷۹ او ۱۳۹۴ کلونو د ماسټر پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي وروستي ماسټر پلان جامع نه وو او د کندهار ډیر ضرورتونه پکښي په نظر کي نه وه نیول سوي او په خبره یې په نوي ستراتیژیک پلان کي به د اوږد مهال لپاره د کندهار په بیلابیلو برخو کي تغیرات او پرمختګ په نظر کي نیول سوي وي.

380 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...