دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په مشرۍ د معارف شورا لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره سوه او د معارف د اصلاحي چارو په اړه یې نظرونه وړاندي کړه.

د غونډي په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، معارف زموږ لپاره سره کرښه ده او د پوهني ریاست په چوکاټ کي به لومړی په هسته کي تغیرات راپیلیږي، په دوهم قدم کي په ښوونځیو او په درېيم قدم کي به د اصلاحاتو لمن ولسوالیو ته پراخیږي.

کندهار والي زیاته کړه د معارف د اصلاح په برخه کي ډېري ستونزي موجودي دي، چي د معارف په چوکاټ کي د مسلکي کسانو په ګمارنه او د یو لړ اصولو په وضع کولو سره حل موندلای سي او په یاده برخه کي يې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د معارف د اصلاح لپاره باید په مالي، اداري او تدریسي برخه کي واضح پلانونه ولرو، څو د کیفیت او ظرفیت واضح تصور رامنځته او عملي اقدامات ترسره سي.

کندهار والي وویل، د عملي اقداماتو په پیل کي باید د نمونه ‌يي لېسو لپاره داسې ملي او نړيوال معیارونه په نظر کي ونیول سي، چي د ټولني له کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي او مذهبي وضعیت سره برابر او له قید او شرط پرته د تطبیق وړ وي.

ښاغلي حیات دغه راز د پوهني رئیس ته هدایت وکړ، چي د معارف په برخه کي دې د مرستندیه مؤسسو د فعالیت څارنه وکړي او هغوی دې وهڅوي، څو د ښار ترڅنګ په ولسوالیو کي هم د پوهني د تقویت لپاره خپل فعالیتونه وغځوي.

په غونډه کي د شورا د غړو له لوري یو شمېر وړاندیزونه او ستونزي هم مطرح سوې، چي د رهبري هیئت له لوري ځوابونه ورکول سول.

د غونډي په پای کي د معارف شورا دواړو کمېټو پرېکړه وکړه، چي تر راتلونکې ناستي به د شورا لپاره یو واضح طرزالعمل جوړوي، د مرکز او ولسوالیو خالي بستونه به مشخصوي، دغه راز به د نمونه یې لېسو لپاره معیارونه ترتیب او شورا ته به یې وړاندي کوي.

1649 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...