دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست په چوکاټ کي ۲۵۰ تنه غریبو او بې سرپرستو کوچنیانو ته د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د یاد ښوونیز مرکز سره ۵۰ سلنه تخفیف تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک له مخي ۵۰ تنه انګلیسي، ۵۰ تنه عربي،۵۰ تنه کانکور اماده ګي، ۵۰ وړکتون او ۵۰ تنه ښوونځۍ ته معرفي کیږي.

یاد ریاست په دوهم قدم کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ، چي له مخي به یې معلولین او د یاد ریاست کارمندان کولاي سي په ۸۰ سلنه تخفیف سره په یاد لوړو زده کړو موسسه کي لوړي زده کړي وکړي.

د کار، ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز وویل، د دې لاري هڅه کوو د غریبو او بې سرپرسته ماشومانو له پاره د زده کړو زمینه برابره کړو او دوی د ناپوهۍ او نورو ناوړه لارو څخه وژغورو.

3158 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...