دشهيدسترپاسوال عبدالرازق دروح دخوښې لپاره دقرانکريم ختمونه وسول

دقرانکريم دختم دغه مذهبي مراسيم،چي دشرکت مېوې په امنيتي قرارګاه کي نيول سوي وه دديني عالمانو او طالب العلمانو په ګډو ن پوليس افسرانو، ساتنمنانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړي ؤ.

دقرانکريم دختم دمراسيمو پرمهال دمخکني امنيه قومندان اودخپلواکۍ دشهيد سترپاسوال عبدالرازق پاک روح ته دخوښۍ اومغفرت دعاوي وسوې او دوستانو او لارويانو ته يې دتسليت مراتب وړاندي سول.

ګډونوالو دغه راز د الله [ج] ددربار څخه په ټول هيواد کي دسرتاسري سولي او ثبات ترڅنګ دملي يووالي دټينګښت غوښتنه هم وکړل او دعا يې وکړل، چي نور دې په دې خاوره کي دبدبختي ټغر ټول او د پرمختګ ورپرانيستل سي.

مراسيمو کي ځينو ويناوالو دشهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي پر ژوند، مبارزه او اتلولۍ هم خبري وکړې او دشهيد مرطبه يې دالله ج په دربار کي اوچته او عزتمنه وبلل.

ديادوني وړده، چي دخپلواکي دمبارز شهيد سترپاسوال عبدالرازق دلومړي تلين په مناسبت دنظامي ادارو ترڅنګ دولتي هغوکي هم دقرانکريم ختمونه ترسره کيږي او دشهيد پاک روح ته يې ثوابونه ليږي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

311 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...