ارزګان کي ټاکني کمرنګه خو شفافي وې

د ارزګان ولایت د ټاکنو شکایت اورېدو کمیسیون مسؤلین وایې په دغه ولایت کي د تلې شپږمي نېتې ولسمشرېزو ټاکنوکي د خلکو وڼده کمه خو کارول سوې رایې رڼي وې.

دوی دغه څرګندونې په یاده اداره کي د همږغۍ د غونډي پرمهال وکړې.

د ارزګان ولایت د ټاکتېزو شکایتونو اورېدو کمیسیون کي  د همږغۍ یوې غونډي پر مهال مسؤلینو وویل دلته تیري ولسمشري ټاکني کمرنګه خو کارول سوې رایي بیا د هیواد په کچه شفافه وي.

د دغې ادارې د شکایتونو د تحلیل او برسۍ مسؤل ګل محمد ارغواني وویل د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي نه شتون، امنیتې وضعیت خرابوالی او یو شمېر نوري هغه ستونزي وې، چې په ولسمشرېزو ټاکنو کي د خلکو پر ګډون یې منفي تاثیر کړی وو.

هغه وویل د دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د دغه ولایت کارول سوې رایې ټولي په بایومتریک سیستم او شفافه توګه کارول سوي دي.

بلخوا په غونډه کې د یو شمېر نوماندانو استازو هم دغلته په وروستیو ټاکنو کي د خلکو کمرنګي ونډي اندیښمن کړي او په دې برخه کي د راتلوونکو جدي اقدام غوښتنه کوي.

دوی وایې د ټاکنو کمیسیون او همکارې ادارې دي د خلکو د عامه پوهاوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو په راتلوونکو ټاکنو کې د خلکو باور زیات سي.

ارزګان کي د هیواد په کچه تر ټولو کمي رایې په ولسمشرېزو ټاکنو کي کارول سوي وې ، چې شمېر یې ۶۱۰۰ ته رسیده.

خبریال: اجمل وصال

343 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...