حمد الله محب: قانون باید پر ټولو یو ډول پلی سي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په كابل ښار كې د پوليسو او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په اړه له يو شمېر وكيلانو او د كورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره په جلا توګه وكتل.

د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب په دې ليدنو كې ټينګار وكړ، چې هېڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او پوليس مکلف دي قانون پر ټولو يو ډول پلى کړي.

د هغه په وينا، د ولسي جرګې غړي قانون جوړوونكي دي او ټول يې درناوى كوي، نو دوى له نورو د قانون په ارزښت ښه پوهېږي او په عملي كولو كې دې يې مرسته وكړي.

د ملي امنيت سلاكار د كورنيو چارو له سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي او د ياد وزارت له ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات سره د ليدنې په مهال له هغوى وغوښتل، امنيتي منسوبين دې متوجه کړي، چې د ستونزې د ايجاد په وخت له نرمښت او سم چلنده کار واخلي.

دا په داسې حال كې ده، چې د شنبې په شپه د كابل ګمرك ته نېږدې د ولسي جرګې د ځينو غړو ساتونكو له پوليسو سره شخړه وكړه، چې له كبله يې وكيلانو بېړنۍ غونډه جوړه كړه او له دندې د كورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات د ګوښه كولو غوښتونكي شول.

487 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار موزيم شاوخوا ۸۵۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار لري

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولين وايي، چي د کندهار موزيم د هيواد ...