د بهرنیو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي دکندهار والي سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ سهار د بهرنیو چارو وزارت په بین المللي کچه د ښځو او بشر حقونو په چارو کي رئيسې فروزان نوابي د درې کسیزه پلاوي په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او د کندهار والي حیات‌الله حیات سره يې په ولایت مقام کيې وکتل.

په لیدنه کي د بهرنیو چارو رئیس ظاهر الکو او د ولایت مقام رئیس دفتر هم حضور درلود، چې پر مهال یې اغلې نوابي وویل، دوی هڅه کوي، چې د ښځو مشارکت په دولتي ادارو کي ډېر کړي څو ښځې هم د نارینه وو په شان له خپلو حقونو څخه برخمنې سي.

د نوموړې په خبره؛ دوی د ښځو د تشویق او عامه پوهاوي لپاره ځینې پروګرامونه پلان کړي، څو په دولتي ادارو کې د ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه کارکوونکي موجودي وي.

اغلې نوابي دغه راز وویل؛ د ښځو د حقوقو د خوندیتوب او بېلابېلو برخو کې یې د دوی د ټولنیز ژوند د سمون لپاره ځینې پروګرامونه عملي کړي دي.

کندهار والي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې دوی د ښځو د مشارکت لپاره کار کوي، څو ښځې هم د نارینه وو په څیر په دولتي ادارو کې برخه واخلي او د ښځینه‌ مراجعینو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

راغلي پلاوي د کندهار والي له لوري د بهرنیو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري، د پوهنې ریاست په چوکاټ کې وروستۍ اصلاحات او په هوايي ډګر کې د مسافر د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتیاوې برابریدل وستایل او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاریو ډاډ ورکړ.

544 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...