کندهارکي دعملياتو پرمهال وسله والوته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

دکندهار امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمال بارکزی وايي، د وسله والو پر ضد يې په مځکنيو او هوايي بريدونو کي ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د افغان ځواکونو سره په همږغۍ هوايي بریدونه زیات کړي، چي یوازي يې په تېرو درو ورځو کي د معروف په بسمل، شموزو او صالح سیون سیمو کي د وسلوالو پر پټنځايونو باندي یوولس هوايي بریدونه کړي دي.

دده په وينا، په دغه بريدونو کي يې ۳۷ وسلوال وژلي دي.

همدارنګه د ارغستان ولسوالۍ د لوړې په خوله کي هم د وسلوالو یو مرکز د هوا له لاري ویشتل سوی، لس وسله وال په کښي وژل سوي او وسلې، مهمات او وسایط يې تخریب سوي دي.

4806 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...