په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى

د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله.

کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي.

د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون په يوه ټلويزيوني وينا کې ژمنه وکړه چې د مظاهره چيانو برحقې غوښتنې به منل کېږي.

خو صدراعظم دا خبردارى هم ورکړ چې د عراق د ستونزو لپاره کوم جادويي حل نه شته.

693 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهار: خبريالان وايي معلوماتو ته نه لاس رسی لا هم د دوئ په وړاندي جدي ستونزه ده

په کندهار کي خبريالانو او د رسنيو د دفاع بنسټونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته شکايت وکړ،چي ...