د افغانستان او بنگله دېش کریکټ لوبډلو ترمنځ د فاینل لوبه مساوی پای ته ورسیده

د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د درې اړخیز شل اوریزو لوبو لړۍ وروستۍ یا فاینل لوبه د مسلسل اورښت له کبله،بغیر له کوم توپ ترسره کېدو پرته مساوی پای ته ورسېده.
د دغه لوبو د ګټې امتیاز د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوی ووېشل شو.
تمه ده نن افغان لوبغاړی هېواد ته راستون شی.
د دغه لوبو غوره لوبغاړی افغان ویکټ ساتوونکی ځوان اوپنر بیټسمین رحمن الله ګربز ونومول شو.
که څه هم چې نوموړی په لومړی ځل د افغانستان استازیتوب کوه،خو بیا هم تر فشار لاندې نه وه او په ډاډه زړه او ښې لوبې یې وکړې.نوموړی وویل خوښ دی چې په لومړی ځل په لومړۍ لوبه کې د سیریز غوره لوبغاړی جایزه ترلاسه کوی.
له دې وړاندې افغانستان په یواځینی ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه.

1698 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهار: خبريالان وايي معلوماتو ته نه لاس رسی لا هم د دوئ په وړاندي جدي ستونزه ده

په کندهار کي خبريالانو او د رسنيو د دفاع بنسټونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته شکايت وکړ،چي ...