یوشمیرځوانانو دمرستیال والي سره خپلي ستونزي شریکي کړې

د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د سې شنبې په ورځ د ارغنداب او يو شمېر نورو ولسواليو له ځوانانو سره وکتل، چي پر مهال يې د بدني روزني د رياست رئيس مدير اغا او د ځوانانو چارو امر حافظ پوپل هم ګډون کړی وو.

راغلو ځوانانو د ولايتي ادارې د وروستيو هڅو قدردانی وکړ او د چارو د سمون په برخو کي يې له خپلو اړخونو د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز هغوئ د ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چي د ارغنداب ولسوالۍ د ځوانانو لپاره د کار کولو، عامه پوهاوي، لوړو زده کړو، کمپيوټر ليب، انګلېسي ژبي، يو شمېر مکاتبو لپاره د چوکيو او مېزونو او کتابتونونو د جوړولو زمينه برابره کړي، ترڅو د يادي ولسوالۍ ځوانان له خپلو حقوقو څخه برخمن سوي وي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د راغلو ځوانانو څخه مننه وکړه، چي د چارو د سمون په موخه د ولايتي ادارې سره همږغي دي او ملاتړ يې کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال راغلو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چي غوښتنو ته به يې د امکان تر حده رسيدګي کوي او په متوازن ډول به د ټولو ولسواليو ځوانان له خپلو حقوقو څخه برخمن کوي.

ښاغلي منيب له راغلو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي د خپل هيواد د بيا جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي او افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په ليکو کي شامل کړي.

278 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...