کندهار ښاروال د ګونديګان سړک د قيريزۍ کارافتتاح کړ

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د کندهار ښار د اتمي ناحيې د ګونديګان سړک د قيرريزي کولو پروژه په رسمي توګه د پټۍ په پرې کولو سره پرانيسته.

ښاغلي حيات وويل، دغه سړک ۱۴۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره بر لري، چي په پاخه او اساسي ډول به قيرريزي کړل سي.

ښاروال زياته کړه چي په دې پروژه کي د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د چرۍ جوړول هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، پر دې پروژه ديارلس مليونه څلور سوه يو نيوي زره نهه سوه او پنځوس (۱۳۴۹۱۹۵۰) افغانۍ لګښت راځي، چي د کندهار ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کېږي.

کندهار ښاروال د سيمي خلکو ته د دغي پروژې د کار د پيل له امله مبارکي وويل او پلي کوونکو ته يې جدي سپارښتنه وکړه، چي کيفيت ته يې په جدي توګه پاملرنه وکړي.

319 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...