کندهار ښاروالۍ د سړکونو پينه کاري پيل کړه

کندهار ښاروالۍ د روان مالي کال له پرمختيايي پلان سره سم د کندهار ښار په مختلفو سيمو کي ۶۰۰۰ متر مربع کنډوکپر سړکونه پينه کاري کوي.

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د دغي پروژې د کار د پرانيستني پر مهال وويل چي پر دغه پروژه شپږ مليونه او درې سوه زره (۶۳۰۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راځي، چي د کندهار ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.

کندهار ښاروال هيله څرګنده کړه چي د دې پروژې له پلي کېدو سره به د کندهار ښار د پلان کي شاملو کنډوکپر سړکونو پينه کاري وسي، ښاري چاپېريال به ورسره سم سي، ښاريانو ته به سهولت برابر او د دغو سړکونو د نور تخريب مخه به هم ونيول سي.

کندهار ښاروال پر خلکو ږغ وکړ چي له خپلو ښاري سړکونو څخه په سمه توګه استفاده وکړي او د تخريب لامل يې و نه ګرځي.

388 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...