کندهار والی:د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول سوی،ټول ولس باید پکښی برخه واخلی

کندهار والی حیات الله حیات وایی، د راتلونکو جمهوری ریاست ټاکنو لپاره په کندهار کی بشپړ چمتووالی نیول سوی او باید ټول ولسونه پکښی ګډون وکړی.

په همدې موخه نن دوشنبه د کندهار ولایت مقام غازی امان الله خان د غونډو تالار کی د کندهار والی حیات الله حیات په مشرۍ غونډه جوړه سوې وه، چی د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال، ولسوالانو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، د ملکی او نظامی ارګانونو مسؤلینو، ښځو، مدنی فعالانو او خبریالانو پکښی ګډون درلود.

د پیل په خبرو کی کندهار والی وویل، د ټاکنو لپاره په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کی امنیتی او لوژیستیکی تدابیر نیول سوی او خلک کولای سی په ډاډه زړه په دغه ملی پروسه کی برخه واخلی.

والی له ټولو ولسوالانو وغوښتل چی د ټاکنیزو دفترونو له مسؤلینو سره ښه همغږۍ ولری او د ټاکنو پر وړاندی ستونزی، چی د ولسوالۍ په کچه رامنځته کېږی، هر ولسوال مکلف دی پر وخت یې هواری او راپور یې ولایت مقام ته وړاندی کړی.

ښاغلی حیات وویل: ولسوالان دی په کلیو او بانډو کی له قومی مشرانو، متنفذینو، علمای کرامو او ځوانانو سره د ټاکنو په اړه عامه پوهای ترسره کړی او ترڅنګ دی یې خلک په ټاکنو کی د ګډون لپاره وهڅوی.

دده په وینا، د ټاکنو په ورځ به ۲۴ ساعته د ولایت مقام د شکایتونو اورېدو شمېره فعاله وی او هر څوک کولای سی، خپلی ستونزې له ملکی او نظامی رهبرۍ او کمېټې سره شریکې کړی، تر څو یې د حل لپاره پر وخت اقدام وسی.

ښاغلی حیات د غونډی له برخه‌والو وغوښتل، خپلی پوښتنی، غوښتنی، وړاندیزونه او نیوکی په مستقیم ډول له مسؤلینو سره شریکې کړی، څو تر ټاکنو مخکی ټولو ستونزو ته لاسرسی سوی وی.

ورپسې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ایمل عبدالله خبری وکړې او د عامه پوهاوی، د ټاکنیزو حساسو او غیرحساسو موادو د لېږد، له سیاسی فشاره خلاص ټاکنیز ماحول، پر وخت د رایی ورکونی پیل او پوره اسانتیاوو په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

د ده په وینا، په ښار او ولسوالیو کی به ۱۷۴ د رایې اچونی محلونه فعال وی، چی د کارکوونکو استخدام او ټرینینګ یې پای ته رسېدلی دی.

نوموړی زیاته کړه، په ښار او ولسوالیو کی د عامه پوهاوی په موخه ۴۶ کسان ګمارل سوی، چی په ځینو سیمو کی د عامه پوهاوی پرګرامونه خلاص سوی او په ځینو کی لا هم دوام لری او دغه راز له علماو، ځوانانو، مېرمنو، مدنی فعالانو او مشرانو سره هم د عامه پوهاوی په اړه بېلابېلې ناستی سوی دی.

د عبدالله په خبره، د ټاکنو په ورځ به ټول مامورین په شپږو بجو په خپلو اړوندو محلونو او مرکزونو کی حاضر وی، چی له ژمنی سره سم به سهار اووه بجې رایه ورکوونه پیل سی.

د غونډی په وروستۍ برخه کی د امنیې قومندانۍ مرستیال او د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس له لوری د غونډی د ګډونوالو ځینو پوښتنو، اندېښنو، نیوکو او وړاندیزونو ته قناعت ورکوونکی ځوابونه ورکړل سول او ځینې د اجرا او لاسرسی په موخه یادښت سول.

په پای کی د ښاغلی حیات له لوری د غونډی ارزونه وسوه او له ټولو مسؤلینو او ګډونوال یې مننه وکړه، چی د ټاکنو ملی پروسې د شفافیت او نظم په خاطر یې لاس یو کړی، څو عادلانه، ټول شموله، شفافی او غیرسیاسی ټاکنی ترسره سی.

149 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...